د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.


 په دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو د نظر تبادله وشوه.

دواړو لوريو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات اندېښمنوونکي وبلل او د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران تجاوز او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا یې د غندنې وړ وبلل.
همداراز دواړو لوريو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت هم د نظر تبادله وکړه چې په ترڅ کې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د تېريو او د افغانستان اسلامي امارت له خوا د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان د حکومت دريځ بيان کړ.
په پای کې دواړو لوريو د سيمه‌ييزو ستونزو د اواري په موخه د ډيپلوماسۍ د مسير پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

Comments

Popular posts from this blog

AI په دوبۍ کې د 2025 نړیوال حکومتونو په غونډه کې د مرکز مرحله اخلي

د متحده عربي اماراتو راس الخیمه به تر 2027 پورې بریښنایی هوایی ټکسي پیل کړي

روسیې د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومانه