Posts

متقي د جاپان د پانګونې فرصتونه په ګوته کړل

Image
 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د هېواد مخ پر ودې نړیوالو اړیکو ته خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل، افغانستان له نړۍ سره باعزته او رغنده اړیکو ته لېواله دی. متقي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر کرومیا تاکایوشي سره د کتنې پر مهال وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په خپل ایکس هینډل کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان د همکاریو او نورو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې. متقي په ټینګار سره وویل، له سیمې او نړۍ سره زموږ تعامل په مثبت لوري روان دی او اسلامي امارت په خپل متوازن، غیر ضرر او اقتصاد متمرکز سیاست له ټولو اړخونو سره د باعزته اړیکو ټینګولو ته لیواله دی. نوموړي جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو رغنده ګام وباله. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول ملګرتیاوې باید د دوه اړخیزو همکاریو د عملي پرمختګ لپاره لاره هواره کړي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د ټولیز امنیت له ټینګښت سره د پانګونې ګڼ فرصتونه را...

د افغانستان سوداګريز شرکت د خواف – هرات د اورګاډي له لارې اروپا ته لومړۍ جوپه ولېږدوله

Image
 د هرات والي اعلان وکړ چې د افغانستان لومړۍ جوپه اروپا ته د خواف – هرات د اورګاډي له لارې صادرېږي. د دغه دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لېږد کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه وچه مېوه هم شامله ده، چې د هرات د خواف ریل پټلۍ له لارې د دغه ولایت د والي اسلام جار او د ایران د قونسلګرۍ په حضور کې ترکیې او اروپا ته صادره شوه. په دې صادراتي وچه مېوه کې پسته، ممیز، بادام او جلغوزي شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۵ زره ټنه مالونه د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي .

په کابل کې د امریکا د سفارت د بیا پرانستلو په اړه بحثونه روان دي: مجاهد

Image
 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد العربیه ته ویلي، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت سرپرست حکومت ته د سپارلو او په کابل کې د امریکا د سفارت د بیا پرانستلو په اړه خبرې روانې دي. نوموړي دا هم ویلي، چې دغه دوه مسایل یې له هغه امریکايي پلاوي سره شریک کړي، چې کابل ته یې سفر کړی و او اوس سرپرست حکومت د واشنګټن ځواب ته په تمه دی. مجاهد العربیه ته ویلي: "په امریکا کې د افغان سفارت د سپارلو په اړه خبرې روانې دي، دا د خبرو او تفاهم پیل دی. لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، کابل ته راغلی پلاوی له ځینو مسایلو سره امریکا ته راستون شوی، موږ باید وګورو چې د امریکا راتلونکي ګامونه به څه وي." مجاهد په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت له امریکا سره د جګړې فصل تړلی او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي له امریکا وغوښتل چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د باور او اړیکو د ټینګښت لپاره په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. ویاند زیاته کړه: "موږ په کابل کې د امریکا سفارت څخه هم غواړو چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې او تفاهم رامنځته شي او د ډیپلوماسۍ له...

ACB د درې اړخیز سیریز لپاره د افغان ابدالیانو لوبډله نومولې

Image
 کابل، 24 مارچ 2025: د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د سریلانکا الف او ایرلینډ الف پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو لوبډله وروستۍ کړه، دغه لړۍ به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۷ څخه د می میاشتې تر ۲ نیټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې په کې به د افغانستان پر وړاندې د څلور ورځنیو سیالیو ترڅنګ ټولټال اوه یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شي. ټیم  د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا الف او ایرلنډ الف پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو لوبډله وروستۍ کړه، دغه لړۍ به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۷مې څخه د مې تر ۲مې نیټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې ټولټال اووه یو ورځنۍ لوبې به ولري او افغان ابدالیان به په هره یوه څلور ورځنۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي. دغه سيالۍ به د اپريل په اوومه نېټه د افغان ابداليانو او ايرلينډ الف لوبډلو ترمنځ په څلور ورځنيو سياليو پيل شي، چې يواځينۍ څلور ورځنۍ لوبه به د اپرېل په ۱۳مه نېټه د درې اړخيزو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل شي، چې په لومړۍ لوبه کې به د ايرلنډ الف لوبډلې له س...

سرمایه‌گذاری هنگفت امارات متحده عربی در امریکا

Image
          کاخ سفید اعلام کرده که شیخ طحنون بن زاید آل نهیان، مشاور امنیت ملی امارات متحده عربی در دیدار با دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور ایالات متحده بر سرمایه‌گذاری ۱.۴ تریلیون دالری این کشور در امریکا طی ۱۰ سال آینده خبر داده است.  خبرگزاری رویترز روز(جمعه،۲۱مارچ) به نقل از بیانیه‌ی کاخ سفید گزارش داده که این سرمایه‌گذاری در زمینه زیرساخت‌های هوش مصنوعی، نیمه‌هادی‌ها، انرژی و تولیدات انجام خواهد شد. طبق بیانیه این توافق پس دیدار ترامپ با شیخ طحنون بن زاید، مشاور امنیت ملی امارات در سه‌شنبه گذشته، در دفتر بیضی و شام کاری جی. دی ونس، معاون رئیس جمهوری و تعدادی از اعضای دولت آمریکا با هیئت اماراتی شامل رؤسای صندوق‌های سرمایه ملی و شرکت‌های بزرگ اماراتی، حاصل شده است. همچنین در گزارش رویترز آمده است که این چارچوب سرمایه‌گذاری به‌طور قابل‌توجهی سرمایه‌گذاری‌های موجود امارات در اقتصاد امریکا را «افزایش» خواهد داد. پیش از این نیز محمد بن سلمان، ولیعهد عربستان سعودی در تماس تلفنی با دونالد ترامپ، رییس جمهور امریکا گفته بود که عربستان سعودی قصد دارد تا چهار سال آی...

د افغان میراث ساتنه: پرمختګ او ننګونې په 1403 کې

Image
  په ۱۴۰۳ لمریز کال کې افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د یو لړ نوښتونو شاهد و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په روان کال کې یې د څه باندې ۷۰۰ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې څه باندې ۲۰۰ تاریخي اثار کشف او ثبت کړي دي. افغانستان د خپل بډایه تاریخ او کلتور په درلودلو سره تل د لرغونو او تاریخي اثارو د مینه والو لپاره په زړه پورې ځای پاتې شوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند، خبیب غفران په دې اړه وویل:«د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د ۷۱۰ تاریخي اثارو د قاچاق په مخنیوي کې بریالی شوی چې قاچاق وړونکو غوښتل د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې له هېواده بهر ولېږدوي.» په ټوله نړۍ کې تاریخي اثار او ځایونه د ملتونو د کلتوري هویت په ساتلو کې مهم رول لوبوي. په افغانستان کې اوس هم د لرغون پېژندنې کار روان دی او یوازې په ۱۴۰۳ کال کې په بغلان، سرپل، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ تاریخي او لرغوني اثار کشف او ثبت شوي دي. دا موندنې د دې خاورې کلتوري او تمدن بډایه په ګوته کوي، چې د پیړیو راهیسې د سترو تم...

د افغانستان د طالبانو لخوا یو امریکایی تبعه ګلیزمن خوشې شو

Image
 یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو په کابل کې د امریکا د برمته شوي استازي اډم بوهلر او طالب چارواکو ترمنځ له مخامخ خبرو وروسته یو امریکايي تبعه چې له دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې بندي و، خوشې کړی دی. سرچینې ویلي، جورج ګلیزمن چې په ۲۰۲۲ کال کې کابل ته د یوه ګرځندوی په توګه تللی و، د پنجشنبې په ماښام په یوه قطري الوتکه کې له افغانستان څخه د قطر په لور روان شو. ګلیزمن او بوهلر تمه کیږي چې وروسته متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ یو بیان خپور کړ چې د ګلیزمن خوشې کول یې تایید کړل. په کابل کې د پنجشنبې د ورځې غونډه د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له واک ته رسېدو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، بوهلر د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو، د بندیانو پر خلاصون او په امریکا کې افغانانو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کول...